بهرنیو دیپلوماټانو د یکشنبې په ورځ هم د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د کتنې په لړ کې له نتنز اټومي بټۍ لیدنه وکړه.
له دې یوه ورځ مخکې د مصر، کیوبا، الجزایر،عمان، وینزویلا او عرب لیګ استازو د ایران په مرکزي برخه کې د اراک تاسیسات وکتل.
روسېې او چین پر دغو کتنو انتقاد کړی او متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانېي او جرمني ته د ایران له خوا بلنه نه وه ورکړ شوې.
د اټومي انرژۍ په نړېوال سازمان کی د ایران استازي علي اکبر سلطاني د یکشنبې په ورځ وویل، دغه کتنې د ایران د اټومي پروګرام د شفافیت څرګندوی دي.
دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې ایران د نړۍ له شپږو قوتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د راتلونکې اونۍ په پای کې په استانبول کې خبرې ترسره کړي.