په هرات کې یوځل بیا د ایران پر ضد مظاهره شوې

نن هم د تیرې ورځې په څیر د هرات ولایت سلګونو تنو اوسیدونکو په هرات ښار کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې مظاهرې وکړې.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریالې راپور ورکړ، چې مظاهره کوونکو په هرات ښار کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې تیږې هم وارې کړي.

مظاهره کوونکو د ایران ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله، چې د تیلو سلګونه درول شوي ټانکرونه دې خوشي کړي چې افغانستان ته راشي.

تیره ورځ هم سلګونو کسانوپه هرات ښارکې ورته مظاهرې وکړې، په وروستیو دوو اوونیو کې په هرات سربیره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم د ایران د دې اقدام په وړاندې ورته مظاهرې وشوې.