د روسیې د صدراعظم پخوانی مرستیال له بنده خوشې شو

په روسیه کې د صدراعظم پخوانی مرستیال بوریس نیمڅوف، چې د حکومت په مخالفت کې د یوه لاریون په ترڅ کې نیول شوی و، په زندان کې له پنځلس ورځې حبس وروسته پرون خوشې شو.

نیمڅوف په دې تورن و، چې د یوه غیرقانوني لاریون په ترڅ کې یې د پولیسو له خوا ده د نیول کېدو په وړاندې مقاومت کړی و.

نوموړی د هغو یوسل او شلو کسانو په ډله کې و، چې د نوی میلادي کال په شپه یې په مسکو او سنت پيټرزبورګ ښارونو کې د حکومت پرضد په اعتراضیه مظاهرو کې ګډون کړی و. دا مظاهرې چې پولیسو حمله پرې وکړه، د اپوزسیون او د بشري حقونو د مدافع ډلو له خوا تنظیم شوې وې.

یو بل مخکښ مخالف مشر ادوارد لیمونوف چې ورته تور پرې لګول شوی و، هم پرون له بنده خوشې شو.

روسي چارواکو په وروستیو څو کلونو کې د مظاهرو مخنیوی په دې ډول کړی چې مخالفینو ته په ندرت سره د مظاهرو اجازه ورکوي او هغه اعتراضونه په ډېرې چټکۍ سره ځپي، چې د چارواکو له اجازې پرته جوړ شوي وي.