په عراق کې درې تنه امریکايي عسکر وژل شوي

په عراق کې پرون په دوو جلا حملو کې درې تنه امریکايي سرتېري ووژل شول. په لومړۍ پېښه کې یوه عراقي سرتېري دوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل او بل امریکایی عسکر په جلا پېښه کې ووژل شو.

د تېرکال له جولای میاشتې راوروسته دا په عراق کې پر امریکايي سرتېرو د برید تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

په دې اړه د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړۍ پېښه موصل ښار ته نژدې د پوځي روزنې په یوه مرکز کې وشوه، خو د دوهمې پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي یوازې دومره ویل شوي چې پېښه په مرکزي عراق کې شوې.

د فرانسپرس خبري اژانس له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې، له 2003 کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د صدام حسین د رژیم د پرزولو لپاره پر عراق برید وکړ، تراوسه ۴۴۳۵ امریکایي سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.