یو امریکایي چارواکی وایي، له طالبانو څخه په پاکو شوېو سېمو کې د ښه حکومتي نظام د جوړولو هلو ځلو نتیجه ورکړې خو دا هڅې باید نورې هم چټکې شي.
د افغانستان په څلورو جنوبي ولایتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملکي چارو استازی هینري اینشر وایي، په کومو سېمو کې چې د افغان او ایتلافي ځواکونو په قربانیو سره امنیت ټینګ شوی، زیات پرمختګونه هم شوي دي.
ښاغلي اینشر له افغانستان څخه واشنګټن ته په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي، زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې د ژمي پر مهال مو شخړې راکمې کړې، او باید چې خپلې لاسته رواړنې د ښه حکومتي سیستم په رامنځ ته کولو سره، په راتلونکي کې هم وساتو.