د جمعې په ورځ په زابل ولایت کې ۷ تنه ملکیان هغه مهال ووژل شول، چې د سپرلۍ موټر یي د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین وخوت.
د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار وایي، دا ۷ تنه لومړی طالبانو نیولي وو او له خوشې کېدو وروسته، قلات ته د تګ پر لار یي د سپرلۍ موټر په ماین برابر شو.
وسله وال طالبان په سړک کې ماینونه ښخوي او په چاودنو کې یي زیات شمېر ملکي خلک وژل کیږي.
ملګري ملتونه وایي، د تیر عیسوي کال په لومړېو نهو میاشتو کې د افغانستان په شخړو کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ ملکیان وژل شوي دي.