د تونس ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې د نه کاندیدېدو پرېکړه کړې

په تونس کې د اعتراضونو له زیاتیدو سره د دې هیواد ولسمشر پریکړه کړې، چې په ۲۰۱۴ کال کې به د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نه دریږي.

ولسمشر زین العابدین بن علي چې له تیرو ۲۳ کلونو په تونس کې په واک کې دی، پولیسو ته امر کړی، چې په اعتراض کونکو دې ډزې نه کوي.

تردې مخکې په مظاهره کونکو د پولیسو په ډزو کې لږترلږه یو تن د تونس په پایتخت کې وژل شوی و.

د بشري حقونو د یوې ادارې د رپوټ پر اساس په دې هېواد کې د خوراکي موادو د نرخ د لوړوالي او د کارونو د نشتوالي په ضد په اعتراضونو کې لږترلږه شپیته تنه وژل شوي دي.

د تونس ولسمشر پرون ژمنه وکړه، چې د بورې، شیدو او وچې ډوډې نرخ به راټیټ کړي.