د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، چې د جبل السراج او سروبي تر منځ لویه لاره، چې ورته د افغانستان د کړیز سړک شمال ختیځ برخه ویل کیږي کار پیل شوی.
چارواکي وايي، دغه لاره به د سل کیلو متره اوږدوالي، په اندازه قیر کړي.
د فواید عامې وزیر عبدالقدوس حمیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه لاره په دوو پړاوونو کې پخه شي، چې په لومړي پړاو کې به 50 کیلومتره په اندازه، د اسیايي بانک له خوا د 25 میلیویونو امریکايي ډالرو په اندازه جوړه شي.
ښاغلي حمېدي وویل، چې دغه لویه لاره د افغانستان شمال د دې هېواد له ختیځ سره نښلوي او ډېره مهمه لاره ده.