د ایټالیا چارواکو په روم کې د یوې جنایت کونکي ډلې شپږویشت مشکوک کسان نیولي چې ویل کیږي په سلګونو افغانان او احتمالا بنسټ پال مسلمانان یې په قاچاقي توګه ایټالیا ته رسولي.
د همدي مسلې په اړوند دوه نور کسان په فرانسې او جرمني کې نیول شوي دي، یو ایتالوي څارنوال، پیروساویوتي په روم کې پرون خبریالانو ته وویل، یو شمېر نیول شوي کسان په نړېوالو تروریستي فعالیتونو کې پر لاس لرلو تورن دي.
ویل کیږي چې دې جنایت کونکې نیول شوې ډلې کې افغانان، پاکستانیان او کردان شامل دي، د راپورونو له مخې هره میاشت د څلویښتو ماشومانو په ګډون شاوخوا دوه سوه افغانان په قاچاقي ایټالیا او نورو هېوادونو ته ځي.
ډیر دا خلک د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو خلک دي، د ایټالیا د پولیس په حواله د همدې مسلې په ارتباط د نړېوال پولیس سره په ګډه په اروپا کې د نولسو نورو مشکوکو کسانو په لټه کې دي.