اروپايي ټولنه:په بیلاروس کې دې لاریوني بندیان خوشې کړای شي

د اروپايي پارلمان مشر د ټولو هغو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوې دي.

دا کسان د بیلاروس د چارواکو له خوا د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکل کېدو پر ضد د مظاهرو پر مهال نیول شوې وو.

(یرزې بوزیک) د بیلاروس په اړه د اورپایي پارلمان یوې ځانګړې غونډې ته وویل، اروپايي ټولنه باید د الکساندر کوکاشینکا پر غیر قانوني رژیم فشار راولي.

بوزیک همدا شان د هغو یو دیرش فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې د دیسمبر د نولسمې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د مظاهرو په ترڅ کې نیول شوې دي.

په برلین کې د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون وویل، اروپا باید د بلاروس پر ضد د بندیزونو په اړه خبرې وکړي.