رابرټ ګیټس د چین اتومي تاسیسات وکتل

د امریکا د فاع وزیر رابرت ګیټس له چین څخه د خپل سفر په وروستۍ ورځ د دې هیواد د اټومي وسلو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه.

ګیټس پیکینګ ته نژدې د توپچي د دوهم جزوتام له قرارګاه څخه لیدنه وکړه چې دا یو بې ساری اقدام بلل کیږي.

ګیټس چین ته په دې هیله سفر کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي اړیکی، واشنګټن ته د چین د ولسمشر د کیدونکي سفر د مخه پیاوړې شي. هوجین ټاو راتلونکې اونۍ واشنګټن ته په رسمي سفر ځي.

ګیټس په دې سفر کې پرون له هوجین ټاواو نورولوړرتبه چارواکو سره ولیدل.