د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان په کابل کې وویل، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره جدي اقدامات وشي.
جنرال جیمز ماتیز دغه خبره نن له جمهور ريیس حامد کرزي سره په کتنې کې وکړه.
د جمهوري ریاست له خوا په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي، نوموړي وړاندیز وکړ، چې تر ۲۰۱۲ میلادي کال پورې دې، د ملي اردو په لیکو کې ۳۷ زره او د پولیسو په لیکو کې ۴۰ زره عسکر جذب شي.
د اعلامیې له مخې جمهور ريیس کرزي ویلي، چې په دې اړه به له دفاع او کورنیو چارو وزارت سره مشوره وکړي.
ټاکل شوې چې روان میلادي کال افغان ځواکونو ته د امنیت سپارل پیل شي او په ۲۰۱۴ کال کې دغه بهیر بشپړ شي.