د ویکي لیکس انترنت پاڼې موسس جولیان اسانژ پرون په لندن کې په محکمه کې راڅرګند شو.
دا د تیرمیلادی کال د ډسمبر له شپاړسمې نیټې را هیسې چې اسانژ د ضمانت په مقابل کې له توقیفه خوشې شوی دی، لومړی ځل دی، چې نوموړی په محکمه کې راڅرګندیږي.
اسانژ د سویډني پولیسو په غوښتنه د لندن د پولیسو له خوا نیول شوی و. په سویډن کې نوموړی په جنسي تیری تورن دی.
د اسانژ مدافع وکیلانو ویلي، چې که چیرې موکل یې سویډن ته وسپارل شي، ښایي هغه امریکا ته په لاس ورکړل شي.
دوی ویلي، چې ښایي هغه په ګوانتانامو پوځي زندان کې وغورځول شي او یا هم ښایي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.
په لندن کې محکمې پرون فیصله وکړه، چې سويډن ته د اسانژ د سپارلو مساله به د فبروري په اومه او اتمه وڅیړي.