د امریکا د مسه چوسیت ایالت پخوانی والي د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو شتون د افغانستان او پاکستان د امینت لپاره لوی ګواښ بولي.
د امریکا پخوانی والي، مت رامني تیره ورځ له ولسمشر حامد کرزی سره ولیدل او ویې ویل امریکا پوهیږي، چې ترهګر په پاکستان کې دي.
د ولسمشر له دفتره د خپرې شوې اعلامیې له مخې ښاغلي رامني له کرزي سره په خبرو کې ویلي دي، چې ترهګر یواځې افغانستان نه بلکې پاکستان هم تر خپل برید لاندې راوستی او له ستونزو سره یې مخامخ کړی دی.
افغان حکومت په وار وار له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي، چې د ترهګرو اډې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي او باید په نښه شي.