ایساف په کندز او کونړ کې د طالبانو ۲ تنه قومندانان وژلي

ایساف وایی، چې د افغانستان په کندز او کونړ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو دوه قومندانان وژلي دي.

ایساف د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وسله وال مخالفین د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې وژل شوي.

په اعلامیه کې د یو بل مهم قومندان د نیولو یادونه هم شوې، خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.