ایران د بشري حقونو یو فعاله په ۱۱ کاله بند محکومه کړه

یوې ایرانۍ محکمې د بشري حقونو یوه وتلې وکیله نسترن ستوده ، په یوولس کاله بند محکومه کړه .

د هغې میړه ، رضا خاندان ، وایي پر میرمن ستودې د وکالت پر کاروبار هم د شلو کلونو لپاره بندیز لګول شوی دی .

میرمن ستوده په دې مجرمه بلل شوی چې د ملي امنیت په ضد یې عمل کړی د حاکم رژیم په وړاندې یې پروپاګند کاوه او بله خوا د بشري حقونو څخه د دفاع د مرکز غړیتوب لري.

د بشري حقونو څخه د دفاع مرکز ، بشري حقونو هغه ډله ده چې د نوبل د جایزې د ګټونکې شیرین عبادي له خوا یې مشری کیږي .

د ستودې پر ضد عمده تورنه له بهرنیو خبري رسنیو سره د مرکو کولو په اړه دي چې دې پکې د خپلو هغو موکلانو په اړه څرګندوني کړي چې د دوه زره نهم میلادي کال د جمهوری ریاست تر انتخاباتو وروسته د لانجو په ترڅ کې بندیان شوي .

ستوده چې د دوه اولادنو مور ده د تیر سپتمبر راهیسی په زندان کې ده .