کلیڼتن : ایران نړېوالو بندیزونو اغیزمن کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلینټن نن وویل پر ایران نړیوالو بندیزونو په هستوي برخه کې د تهران غټ غټ خیالونه له ستونزو سره مخامخ کړي .

میرمن کلینټن په ابوظبی کې وویل ، بندیزونه اغیزمن دي او ایران له تخنیکي مشکلاتو سره مخامخ دی او دا هیواد ېې دې ته اړ ویستی چې د خپلو هستوی بلند پروازیو د مهال ویش سرعت راکم کړي .

خو میرمن کلینټن دا هم وویل چې نړۍ پر ایران ددې ډول فشارونو دوام ته اړتیا لري ، زیاته یې کړه چې که چرته ایران د اتمي وسلو د جوړولو جوګه شي په سیمه کې به د ډیرو بدو اتومي سیالیو سبب شي . میرمن کلینټن له متحد ه عربي اماراتو ، عمان او قطر څخه په کتنه بوخته ده .