د امریکا د دفاع وزیر چین ته تللی دی

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس نن په پیکنګ کې له چینایي چارواکو سره خبري کوي.

ګیتس په داسې حال کې چین ته تللی، چې راتلونکي اوونۍ د چین ولسمشر هوجینټاو امریکا ته په رسمی سفر ځی.

ګیتس وایي، له چین څخه دهغه کتنه د دې خبرې ښکارندوی ده، چې چین غواړي، پوځي اړیکې چې له تیریوه کال راهیسې پر تایوان د امریکا د وسلو د پلورلو پخاطر کړکیچینې وې، بېرته اعاده کړي.

واشنګټن د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي توان په اړه اندیښنه لري او له پیکنګ څخه غواړي، چې د خلکو د ازادي بخښونکي پوځ د عصري کولو چارې پټې ونه ساتي.