د امریکا په اریزونا ایالت کې د وړمې ورځې د پیښی مشکوک کس د شپږو کسانو په وژلو او د امریکا د کانګرس د یوې غړې په ټپې کیدو تورن شوی دی.
جیریډ لیی لافنر د کانګرس د غړې د وژلو د دسیسې په شمول د جنایتونو په پنځو مواردو تورن شوی دی.
د امریکا د کانګریس غړې ګبریلي ګیفورډز چې د شنبې په ورځ په ایرزونا ایالت کې له نژدې واټن څخه په سر په ګولی لګیدلې، روغتیایي وضعیت یې تراوسه نازک ښودل شوی دی.
په دې پیښه کې د یوې نهه کلنې انجلۍ او یوه فدرالي قاضي په شمول ۶ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
د اېف. بي. ای یا فیدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر روبرټ مولر وویل، مشکوک وسله وال به په فدرالي محکمه کې محاکمه کیږي.
۲۲ کلن ځوان جیرد لي لافنر د پیښې په سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شو.