د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن سهار یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې چارواکي وايي، دوه پولیسه او یو ملکي کس یې ووژل.
د کندهار ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې حمله له چاودیدونکو موادو بار د یوه موټر په مرسته د سړک پر سر د ملي پولیسو په یوې ګزمې وشوه.
د یو بل خبر له مخې د کندهار چارواکي وايي، چې افغان او نړیوالو ځواکونو په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو یو سرګروپ له څلورو نورو کسانو سره نیولی دی.
دوی وايي، دغه کسان چې په سیمه کې په افغان او نړیوالو ځواکونو په بریدونو کې لاس لري، تیره ورځ په یوه کور په چاپه کې ونیول شول.
وسلوالو مخالفینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.