په کابل کې یو ځل بیا د ایران پر ضد مظاهره وشوه

په سلګونو خلکو نن په کابل ښار کې د ایران د هغه اقدام پر ضد چې د افغان سوداګرو د تیلو په سلګونو ټانکرونو ته افغانستان ته د ننوتو اجازه نه ورکوي، سوله یېزه مظاهره وکړه او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو دفتر ته خپل اعتراضیه پیغام وسپاره.

دغه مظاهر د افغانستان د کارګر انو د ټولنې له خوا رهبري شوې وه.

مظاهره کوونکو په خپل اعتراضیه پیغام کې له ملګرو ملتونو غوښتيي، چې د مستقیمې مداخلې له لارې پرافغانستان د ایران د فشارونو مخه ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ وویل، چې د دغو ټانکرونو د پریښودلو لپاره به له ایراني چارواکو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړي.