افغان امنیتي ځواکونو۷۰۰ کیلوګرامه نشه توکي نیولي

امنیتی ځواکونه وایي، چې په تیره یوه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نږدې اوه سوه کیلوګرامه نشه يي توکي او پنځه څلویښت تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

د دې وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې مرستیال جنرال بازمحمد احمدي په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په نیول شوو مخدرو موادو کې تریاک، هیرویین او چرس شامل دي.

دغه راز ویل شوي، چې اته عرادې موټر او یوه اندازه مهمات هم له قاچاق کوونکو څخه ترلاسه شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې لس جریبه ځمکه هم په دې موده کې په ننګرهار ولایت کې له کوکنارو پاکه شوې او په کابل ښار کې یوه اندازه الکولي مشروبات هم پولیسو ترلاسه کړي دي.