د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد د اوږد مهاله مرستو پردوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې هند هڅه کوي تر څو افغانستان یو غښتلی هېواد وي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس،ام کرشنا نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیرسره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو د را ایستلو په برخه کې د پانګې اچوونې لیوالتیا لري.
په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل، د هند او افغانستان ترمنځ د یوه ستراتیژیک مشورتي پروګرام د جوړېدو پرسرهم خبرې شوي:
"د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه مشورتي سټراتیژیک پروګرام پر جوړولو خبرې وشوې او موږ هیله من یو چې دا پروګرام عملي او دواړه هېوادونه د مهمو سیمه ایزو ستراټیژیکو مسایلو په اړه یو او بل خبر کړي."
د هند د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ کابل ته راغلی، ده د ولسمشر کرزي له دواړو مرستیالانو سره لیدلي او ټاکل شوی ده چې نن له ولسمشر کرزي سره وګوري.