د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به نن له یو شمېر افغان چارواکو سره په کابل کې وګوري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس،ام کرشنا تیره ورځ د ځینو مسایلو په اړه له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهرفقیري ازادۍ راډیو ته وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به نن د ځینو مسایلو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر زلمي رسول سره هم وګوري:
"ټاکل شوې ده د هند د بهرنیو چارو وزیر نن له خپل افغان سیال سره د بهرنیو چارو په وزارت کې وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسایلو او د سیمه ایزو اقتصادي همکارېو د غښتلتیا په اړه خبرې وشي".
په عین حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازي فرانک ریجیرو هم له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره دې هېواد ته راغلی او دغه راز ټاکل شوی ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم نن کابل ته راشي.