امریکا له پاکستان سره په پوځي برخه کې مرسته کوي

د امريکا يو خبري راپور وايي، چې د بارک اوباما اداره په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره په پام کې لري له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او مالي برخو کې مرسته وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو له قوله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې د امريکا د ولسمشر مرستيال جو بايډن د دغو مرستو وړانديز راروانه اوونۍ پاکستان ته په سفر کې وڅېړي.

راپور وايي، بايډن به د پاکستان له لوى درستيز اشفاق کياني او نورو چارواکو وغواړي، چې خپله اوږدمهالې ستراتيژي توضېح کړي او دا ووايي چې د دې هېواد په قبايلي سيمو کې د طالبانو د پناه ځايونو د له منځه وړلو لپاره دقيقاً کومو مرستو ته اړتيا لري.

راپور وايي امريکا نه غواړي پاکستان له ځانه پردى کړي.