د یوه بل خبر له مخې ایراني چارواکو، د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد خاتمي ته یو نژدې مخکښ اصلاح غوښتونکی نیولی دی.
د سهام په نوم د انټرنېټ پاڼې د راپور له مخې امنیتي ځواکونو، د خاتمي د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې د پوهنې وزیر مرتضی حاجي چې د ۲۰۰۹ کال په ډیسمبر میاشت کې هم بندي شوی و، د چهار شنبې په ماخستن ونیو او د تهران ایوین زندان ته یې بوته. په راپور کې نه دي ویل شوي چې مرتضی حاجي په کوم تور نیول شوی دی.
په ایران کې د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د حکومت له خوا د اصلاح غوښتونکو مخالفینو د ځپلو په لړ کې سلګونه سیاسي فعالان نیول شوي او ګڼ شمېر یې لاهم په بند کې دي.