متحدایالات د هغو راپورونو د جزییاتو په اړه پلټنه کوي چې وايي، په ایران کې یوه امریکايۍ مېرمن د جاسوسۍ په تور نیول شوې ده.
د ال عََلَم په نوم ایراني ټلویزیوني چینل پرون د یوې امنیتي سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې یوه اونۍ مخکې له ارمنستان سره د ایران په ګډ سرحد کې یوې امریکايۍ مېرمنې ته په دې ګومان چې د امریکا جاسوسه به وي، د هغې په ویزه کې د نیمګړتیا په پلمه ایران ته د ننوتو اجازه ورنه کړل شوه.
دا راپور له مخکنیو هغو سره چې ویل کېدل دا مېرمن نیول شوې ده، په تناقض کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر پرون وویل، امریکا په دې اړه له سویسي چارواکو څخه چې په ایران کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي او په ارمنستان کې د متحدو ایالاتو له سفارت څخه د نورو معلوماتو په لټه کې ده:
(هغه څه چې موږ تر اوسه اورېدلي، دقیقاً متناقض راپورونه دي، نو غوره به دا وي چې د دې راپورونو په اړه د خبرو پرځای سترګې په لار و اوسو تر هغه چې حقیقت څرګند شي.)
ټونر زیاته کړه، دی ان دا نه شي تاییدولای چې یاده شوې مېرمن به امریکايۍ وي او کنه.