امریکا پرون په خپلو پوځي لګښتونو کې 78 اته اویا میلیارده ډالره کموالی اعلان کړ.
دفاع وزیر رابرت ګېټس وویل، سره له دې چې د مخکنیو پلانونو له مخې پوځي مصارف لوړ وو، خو د لګښتونو د کمولو د دې پلان او یو لړ نورو اقداماتو په نتیجه کې به د پوځي بودیجې وده په راتلونکو پنځو کلونو کې کمه شي.
ګېټس زیاته کړه، په ۲۰۱۲ مالي کال کې به د امریکا پوځي بودیجه پنځه سوه درې پنځوس 553 میلیارد ډالره وي چې دا په سلوکې درې او متعادل زیاتوالی دی خو په نورو را روانو کلونو کې به د پوځي بودیجې د زیاتوالي فیصدي راکمه او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې به صفر ته راټیټه شي.
په پوځي بودیجه کې له کموالي سره به په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د امریکا د اردو او پلیو سمندري قواوو په شمېر کې کموالی راشي.