په جوزجان کې دوه د نشه يي توکو قاچاقبران نیول شوي

د جوزجان ولایت امنیتي مسوولان وایي، چې د مخدرو موادو دوه تنه قاچاق کوونکي یې له پنځه دیرش کیلوګرامه تریاکو سره نیولي دي.

د جوزجان ولایت د امنیې قومندان عبدالعزیزغیرت ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا نشه یي توکي په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو او د پولیسو له خوا د لیلې په دښته کې نیول شوي دي.

په خبر کې د نیول شوو قاچاق کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي،د ښاغلي غیرت په خبره څو ورځې وړاندې هم په همدې سیمه کې به یوه موټر کې یوه اندازه ځای پرځای شوي مخدره مواد نیول شوي وو.