م.م:په عاج ساحل کې نوي ولسمشر ته ۲۰۰۰ ساتونکي لیږو

ملګروملتونو پرون وویل، چې د دې سازمان له امنیت شورا څخه به وغواړي چې عاج ساحل ته د هغه کس د امنیت ساتنې لپاره تر۲۰۰۰ پورې د نورو سوله ساتو ځواکونو لیږل تصویب کړي چې د دې غربي افریقایي هېواد نوی ولسمشر غوره شوې دی.

د سوله ساتي ماموریت په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال الاین لی روی( Alain Le Roy) وویل، چې ده عاج ساحل ته د نورو سوله ساتو ځواکونو د استولو غوښتنه وړاندې کړې او تمه ده چې پروسه یې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړه شي.

په عاج ساحل کې په اوس وخت کې د ملګروملتونو لس زره کسیز سوله ساتي ځواک دیره دي او له الاسان واتارا څخه ساتنه کوي چې ملګري ملتونه یي د تیر نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکې او نوی ولسمشر بولي.

د هغه سیال لاوران باګبو خپله ماته نه مني او د ولسمشرۍ له مقام څخه له لاس اخیستو ډډه کوي.