په افغانستان کې د ناتو د روزنې د چارو قوماندان وایي، ایتلافي ځواکونه په پام کې لري چې په روان ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پر چارو شل میلیارډ ډالره ولګوي.
جنرال ویلیام کالدویل وویل، د ناتو روزونکې ماموریت به په دې هېواد کې تر۲۰۱۶ م کاله پورې دوام وکړي.
خو هغه دغه راز، په دې برخه کې یو شمېر ستونزو ته هم اشاره وکړه ویي ویل، چې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې بې سوادي لویه ستوزه ده او د دې ترڅنګ موږ تر اوسه پورې د خاصو روزونکو له کموالي سره مخامخ یو.
د یادونې وړده چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پر چارو ټول ټال څه باندې شل میلیارډ ډالر لګول شوي دي.