د تاجکستان امنیتي چارواکو د وسله والو یو مشر وژلی

د تاجکستان امنیتي چارواکي وایي، د سخت دریځو وسله والو هغه مشر یي وژلی چی په سپتمبر میاشت کي پر یوه پوځي کاروان باندي حملې کي یي لاس یي درلود.

د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت یو جګ پوړي چارواکي طاهر نورماتوف وایي، علاوالدین دولتوف په هغو اتو وژل شویو وسله والو کې شامل دی، چې پرون په رشت درې کې د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په جریان کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو وروسته له هغې په دې سيمې کې پر وسله والو حملې پیل کړې، چې سخت دریځو د سپتمبر په ۱۹ مه، په یوه پوځي کاروان باندې د حملې پر مهال ۲۸ تنه عسکر وژلي وو.