د پاکستان په پنجاب ایالت کي نن ددغه ولایت د وژل شوي والي سلمان تاثیر د جنازې د ښخولو په مقصد سخت امنیت نیول شوي دي.
تاثیر چې د واکمن پیپلز ګوند جګ پوړی غړی او د جمهور رییس آصف علي زرداری نږدي همکار و، پرون په اسلام آباد کې د هغه د یوه ساتونکي له خوا ووژل شو.
ویل کیږي، چې تاثیر په پاکستان کې دین ته د سپکاوي د قانون پر ضد و او ساتونکي یې له همدي امله هغه وواژه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، له قاتل څخه تحقیقات روان دي او وروسته به معلومه شي، چې هغه په یوازې ځان دا عمل کړی او که په دې دسیسې کې د نورو کسانو لاس هم و.
تاثیر به نن په لاهور کې په دولتي خاصو مراسمو سره خاورو ته وسپارل شي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د پنجاب د والي له قتل وروسته په هېواد کې د ارامۍ غږ کړی دی. د نوموړي وژنه د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو له قتل وروسته تر ټولو مهمه سیاسي وژنه ده.