د افغانستان سرحدي پولیس وايي، د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ اچین په وانګل سیمه کې یې له قاچاق وړونکو سره له یوې نښتې وروسته یوه اندازه هیرویين نیولي دي.
د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل ازادي راډیو ته وویل، چې پولیسو د مخکینیو معلوماتو پر بنسټ تیره شپه قاچاق وړونکو ته کمین نیولی و او له یوې لنډې نښتې وروسته یې ترې اتلس خلطې هیرویین ونیول.
نوموړي وویل، قاچاق وړونکي د شپې له تیاره څخه په ګټې اخیستنې سره په تیښته بریالي شوي دي. ښاغلي امرخیل زیاته کړه، په دوو میاشتو کې سرحدي پولیسو ۱۲ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.