بان کي مون د سلمان تاثیر وژنه وغندله

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پاکستان د پنجاب ایالات د والي وژنه غندلي ده.

بان کي مون وایي، د پنجاب د والي سلمان تاثیر وژنه د پاکستان لپاره یوه ضربه او ستره ضایعه ده.

تاثیر، د سې شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ټوپک په ډزو ووژل شو.

پولیسو ویلي، د پنجاب والي هغه مهال ووژل شو، چې یوه ساتونکی یې په اسلام اباد کې د هغه کور ته نږدې ورباندې ډزې وکړې. په دې پیښې کې پنځه نور کسان ټپیان شوي او حمله کوونکی نیول شوی دی.

سلمان تاثیر د واکمن پیپلز ګوند جګ پوړی او مهم غړی او د جمهور رییس اصف علي زرداري نږدي همکار و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وایي، د تاثیر قاتل اعتراف کړی، چې والي په پاکستان کې دین ته د سپکاوي د قانون سخت مخالفت کاوه او له همدی امله یي هغه وواژه.