د تاجکستان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د هیواد په ختیځ کې، په هغې سېمې کې چې د ۲۰۱۰ کال سپتمبر میاشت کې یې له وسله والو سره په کې نښتې کړې وې، تازه عملیات وکړل.
د تاجکستان د کورنیو چارود وزارت ځواکونو د رشت درې غرنۍ سيمې کې په هغې ودانۍ یرغل وکړ، چې د وسله والو یوې ډلې ورڅخه کاراخیست.
د تاجسکتان د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي طاهر نورماتوف وایي، په دې عملیاتو کې د تاجکستان د کورنۍ جګړو د وخت د یوه قوماندان علاوالدین دولتوف په ګډون، اته کسان وژل شوي دي.
په دولتوف باندې تور و، چې د تېر ستمبر میاشت کې یې د تاجکستان پر یوه پوځي کاروان حمله کړي وه او ۲۸ تنه عسکر یې وژلې وو. له هغه وخت راهیسې په رشت درې کې له سلو زیات پوځیان، وسله وال او ملکي خلک په شخړو کې وژل شوي دي.