د افغانستان د بیا رغوونې د چارو پلټونکی ارنولډ فیلدز چې په دې هېواد کې د بیارغوونې په چارو کې د اداري فساد څار کوي، خپل دوه تنه مامورین یې له دندو لیرې کړي دي. له دې مخکې، د امریکا کانګرس د فیلدز په کارونو انتقادنه کړي وو.
ارنولډ فیلدز د سې شنبې په ورځ وویل، د کنټرول او تحقیقاتو په چارو کې یې خپل مرستیالان جان برومیټ او ریموند دي نونزیو له کاره لیرې کړي دي.
د امریکا کانګرس په ارنولډ فیلډز باندې انتقادونه کوي او وایي، د درغلیو او اداري فساد دوسیې یې په جدي ډول نه دي تعقیب کړي.
د کانګرس غړي وایي، هغه شپږ میلیارده ډالر، چې په افغانستان کې د ښوونځیو، سړکونو، برښنا او روغتیایي سیستمونو لپاره دغه هیواد ته ورکړل شوي، بې ځایه شوي دي.
د افغانستان د بيارغووني د چارو د څارنې او پلټنې مشر ارنولډ فیلدز وایي، د دغو دوو کسانو په لیري کولو سره به، دی وکړای شي، په قراردادونو کې د درغلیو او په افغانستان کې د مالي اداري فساد د مخنیوي چارې ښې پر مخ بوزي.