زلزلو د چيلي مرکزي برخې ولړزولې

پرون یوې زلزلې چې قدرت یي د ریختار په اندازه ۷،۱ ثبت شوې د چیلي مرکزي برخه ولړزوله.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د سرومال د زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو د چیلي د ساحلي سیمو ډیر اوسیدونکي د څونامې د څپو د راپورته کېدو له ویرې له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

د تیرکال په فبرورې کې هم په دې سیمه کې زلزله شوې وه، چې د څونامې څپه یي راپورته کړې وه او له ۵۰۰ زیات کسان یي وژلي وو.