اوباما:هغه کسان چې د ۲۰۰۱کال د سیپتمبر له پېښې ژوندي پاتې دي مرسته کوو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هغه قانون توشیح کړ چې له مخي یي له هغو کسانو سره چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له تروریستي حملو څخه ژوندي پاتې شوي او هم له هغو سره چې د سوداګرۍ د نړېوال مرکز په نړېدلو ودانیو کې د کارکولو په وخت کې ناروغ شوي دي، مالي مرسته کوي.

د دغه پروګرام لپاره د لسو کالو په مخه څلورمیلیارډ ډالره بیل شوي دي، یو شمېر جمهوري غوښتونکو د دغه پلان په وړاندې مخالفت کاوه، دوي د دغه پلان د تمویلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه، خو جمهوري غوښتونکو د دغه قانون په اړه وروسته له هغې له مخالفته له هغې لاس واخیست چې وکیلانو د دې پروګرام د مصارفو په کمولو توافق وکړ.