د متحده قومي غورځنګ یا ام کيو ام چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د واکمن ائتلاف يو مهم ګوند بلل کېده تېره شپه په کراچۍ کې په بيړني ډول له دولته د بېلېدو اعلان وکړ.
د دغې ډلې مشرانو حکومت په ټولو چارو کې ناکام بللې او ویلي یې دي چې د ائتلاف پر مهال له دوي سره پر شوېو ژمنو عمل نه دی شوی.
دغه ډله چې په پارلمان یا قومي اسامبله کې ۲۵ وکيلان او یواځې دوه وزيران لري پر مرکز سربېره په سند ایالت کې هم له پيپل ګوند سره ګډ حکومت لري او تر اوسه یې د سند په اړه څه نه دي ويلي.
له واکمن ائتلافه د دغې ډلې په وتو سره د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني حکومت په اقليت کې راغلی او د دې ویره شته چې دغه حکومت ړنګ شي.
خو ښاغلی ګیلاني وویل، چې ایتلافي حکومت به یي د ام کیو ام ګوند له وتلو سره سره ړنګ نه شي.