ازهر:له بزګرانو سره دې مرستې وشي

د افغانستان د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر د کمېدو له امله د تریاکو بیه تقریبا دوه چنده زیاته شوې او که چیرې له هغو بزګرو سره چې د کوکنارو له کر څخه یي لاس اخیستی، د معیشیت متبادلو منابعو په برخه کې مرسته ونه شي، ښایي هغوي بیرته په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.

د دې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر چې پرون یي په تیر ۲۰۱۰ کال کې په هېواد کې د مخدره موادو د مخنیوي په برخه کې د خپل وزارت د لاس ته راوړونو په باب خبریالانو ته معلومات ورکول، دغه راز وویل چې تیر کال په هېواد کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۴۸ کم شوی دی، خو د هغه په وینا د تریاکو د بیو د لوړېدو له امله بزګرانو د وړم ۲۰۰۹ کال په نسبت د کوکنارو له کره ډیر عاید ترلاسه کړی دی.

ښاغلي ازهر د تریاکو د بیو پر لوړېدو اندیښنه څرګنده کړه ویي ویل، چې که چېرې نړېواله ټولنه له بزګرو سره د متبادلو کښتونو په برخه کې د پام وړ مرسته ونه کړي، ښایي بزګر بیرته دې ته اړ شي چې کوکنارو ته مخه کړي.

هغه وویل د افغانستان په شلو ولایتونو کې اوس د کوکنارو کرکیله صفر شوې او هڅه کیږي، چې په نورو ولایتونو کې هم د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي.

ده څرګنده کړه، چې وسله والو مخالفانو په افغانستان کې له کرل شوو کوکنارو څخه په تیرمیلادي کال کې ترشپږ سوو میلیونو ډالرو زیاته ګټه ترلاسه کړې ده.