د هلمند په عملیاتو کې د طالبانو یو ولسوال نیول شوی

د هلمند ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، چې په دوو عملیاتو کې یې د طالبانو یو قومندان نیولی او دوه تنه نور یې وژلي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترد یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالرزاق د طالبانو له خوا د نادعلي ولسوالۍ لپاره ټاکل شوی ولسوال و او د موسې کلا په ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

په عین حال کې ویل شوي، چې د ملا عبدالحکیم او ملا امین الله په نومونو د طالبانو دوه تنه نور قومندانان چې د زمینداور په ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه په هوایی برید کې وژل شوي دي.

طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.