مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو پرون ماښام یوځل بیا د شمالي وزیرستان پر یوه سیمه برید کړی او څلورتنه مشکوک وسله وال یې وژلي دي.
دا برید د شمالي وزیرستان په بویې سیمه کې پر هغه موټر شوی چې ګومان کېږي مشکوک افراطي وسله وال به په کې سپاره وو.
امریکايي بې پیلوټه الوتکو پرون د شمالي وزیرستان پر سیمو څلور بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ټول نولس کسان وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو په دې حملو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو ادعا هم کړې خو ځايي دولتي مسوولینو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د شمالي وزیرستان په سپين وام نومې سیمه کې د امریکايي الوتکو د پرون سهار په دریو حملو کې یو کور او یو موټر په نخښه شول او ویل کېږي، چې په ترڅ کې یې د ځايي وسله والو جنګيالیو ترڅنګ یوشمېر بهرني وسله وال هم وژل شوي دي.