په چین کې د ټرافیکو د کمولو په مقصد سهميي سیسټم جاري شو

د چین په مرکز پیکنګ کې نن د موټرو د شمېر او ټرافیکو د کمولو په مقصد د جواز یا پلیټونو د سهمیې سیستم جاري شو.

په روان ۲۰۱۱ کال کې به چارواکي په پیکنګ کې د موټرو نوي جوازونه یا راجستر دوه پر دریمه برخه راکم او ۲۴۰ زره جوازونه به خلکو ته ورکړي. په دغه کار کې د عدالت او نظم په مقصد د لاټرۍ سیستم فعاله شوی دی.

نن د ورځې په نیمایي کې د شلو زرو پلیټونو یا جوازونو لپاره له ۳۶ زرو زیات غوښتن لیکونه مربوطو چارواکو ته رسیدلې دی.

په پیکنګ کې دا مهال څلور میلیونه او ۷ لکه موټر راجستر شوې چی دا رقم په ۲۰۰۵ کال کې ۲ میلونه او شپږ لکه وو، نن سبا معتبر یا بډای چینیایان له موټرو سره زیاته لیوالتیا لري.