د امریکا د کورني امنیت وزیري ولسمشر کرزي سره وکتل

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې جینت ناپولتیانو نن په کابل کې د افغانستان له جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل او ژمنه یي وکړه چې هیواد به یې د افغانستان د سرحدي پولیسو او ګمرکونو د ظرفیتونو په لوړولو کې زیاتې مرستې وکړې.

میرمن ناپولتیانو د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له ښاغلی کرزي سره د کتنې پر مهال وویل، پنځه کاله وړاندې یې افغانستان ته سفر کړی و خو له هغه وخت راهیسې په دې هیواد کې په مختلفو برخو کې زیات پرمختګونه شوي دي. دې وویل، متحده ایالات د افغانستان د ملي بنسټونو د غښتلتیا په کار کې پوره ژمن دي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي له افغانستان سره د متحده ایالاتو د مرستو، په خاص ډول د امنیتي ارګانو په تقویه کولو کې د امریکا د حکومت مرستې وستایلې.

جینت ناپولیتانو له تېرو دوو ورځو په افغانستان کې ده او د استوګنې پر مهال یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم پوله هم وکتله.