د پوهنې وزارت:۳۰۰ تړلي ښونځي مو بیرته پرانیستي دي

د افغانستان د پوهنې وزارت نوی مرستیال وايي، چې په هېواد کې له شپږ سوو څلورويشت ښوونځیو څخه، شا وخوا درې سوه يي بېرته پرانیستل شوي دي.

محمد اصف ننګ ، چې نن د پوهنې وزارت د مسلکي مرستیال په توګه وپیژندل شو، ازادۍ راډیو ته يي وویل، چې د نورو تړل شوېو ښوونځيو د بیا پرانیستو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي وړاندې وویل، چې د هېواد په مسلکي ښوونځیو کې د مسلکي زده کړو د نصاب د پیاوړي کولو هڅې به پیل کړي.

ښاغلي ننګ زیاته کړه، چې بېلابېلې حرفې، چې په افغانستان کې دود دي، په تعلیمي نصاب کې به شامل کړل شي.