بوژیک: په بیلاروس کې دې د لسمشرۍ کاندیدان له بنده خوشې شي

د اروپايي پارلمان رییس یرژي بوژېک په بېلاروس کې د اپوزسیون ډلو د ځپلو د بندولو غوښتنه کړې او هیله یې څرګنده کړې ده، چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ کاندیدان دې ژرترژره له بنده خوشې شي.

د بېلاروس چارواکو د ولسمشرۍ څلورتنه کاندیدان په دې هېواد کې له انتخاباتو په وروسته ناکراریو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

په دې انتخاباتو کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د څلورمې پرله پسې دورې لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

که پر دې کاندیدانو لګول شوي تورونه ثابت شي، ښايي تر پنځلسو کالو پورې د بند په دورو محکوم شي.

څارونکو او د لویدیځ حکومتونو د بېلاروس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر درغلیو او سرغړونو انتقادونه کړي او د حکومت له لوري د مظاهرو ځپل یې غندلي دي.