په خوست کې ددغه ولایت د انتخاباتو سیمه ایز مشر محکوم شو

په خوست کې د دغه ولایت ابتدايي محکمې، د دغه ولایت د انتخاباتو سیمه ایز مشر په 6 میاشتې بند محکوم کړی دی.

د خوست ولایت د ابتدايي محکمې رئیس عبدالحنان منصوري وايي، چې د خوست ولایت د انتخاباتي دفتر مشر شهزاده حسن یې د اسنادو او شواهدو پر اساس محاکمه کړی.

ده وویل چې پر ښاغلي حسن باندې د درغلیو او سرغړونو اسناد موجود وه.

ښاغلي حسن له رسنیو سره د خبرو ډډه کړې او تر اوسه د انتخاباتو کمېسیون چارواکو هم څه نه دي ویلي.