اروپا د اکراین پخوانۍ صدراعظمې ته بلنه ورکړې

د اروپا یو مخکښ ګوند د اکراین پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشنکه ته سره له دې چې پرهغې د سفربندیز لګول شوی، بروکسل ته بلنه ورکړې ده.

هغې ته دا بلنه د اروپا د خلکو ګوند چې مرکزي ښي اړخي بلل کیږي، ورکړې ده.

تیموشنکه په دې تورنه ده، چې دولتي پیسې یي خپل جیب ته اچولي او هغه دا تورونه ردوي.

په داسې حال کې چې د دې قضیي په اړه تحقیقات روان دي، پرتیموشنکه د اکراین له مرکز کیف څخه په وتلو بندیز لګول شوی دی.