حلالي: هڅه کوو د کابل ښار واټنونه په سولر برېښنا روښانه کړو

کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې د سولر، نوي سیستم په فعاله کولو سره د کابل ښار واټونه د شپې له خوا روښانه کړي.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسي مرستیال انجنیر محمد یاسین حلالي ازادي راډیو ته وویل، چې اوس مهال يې په ازمایښتي توګه د صدارت په څلور لاره کې د ایساف ځواکونو په مالي مرسته د شپې د څراغونو څو ستنې درولي دي.

ښاغلي حلالي په وینا که دغه پروژه سمه نتیجه ورکړي، نو د کابل ښار لوی واټونه به د سولر په نوي سیسټم عیار کړي.